Tuesday, June 5, 2012

د دراني نوم

د افغانستان په پوستي ټکټ د احمد شاه بابا انځور
د احمد بابا ټبر ته د (دراني) هم وييل شوي دی ځکه يې نو ده ته (دُر دران) هم وييل. په دې کې چې دا نوم يا لقب څنګه رامېنځ ته شوی بېلابېل روايتونه شته؛ د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني يې د (ملهم غيبي) د الهام په اثر بولي[10] چې ښايي د سر پرسي سايکس خارجي مورخ دا خبره چې احمد شاه د يوه خوب د ليدو په نتيجه کې خپل ابدالي لقب په دراني اړولی.[11] د محمود الحسيني له پورتني روايت څخه راوتلی وی. بل روايت د محمد حيات خان دی چې پخپل کتاب حيات افغاني کې ليکي: «هغه وخت احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنګ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه.[12] خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: «ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران (ملغرو کې ښه ملغلره) او خپلې قبيلې له دُرانی نوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله.»[13]
قاضي عطاالله خان د ايلفنسټن له خولې دا هم زياتوي چې: «احمد شاه به يوسفزو، ترکلاڼو، ګيګيانړو، اتمان خېلو، برمهمند، د هشتنګر محمدزو، خليلو، مهمندو، اپريدو، شينوارو، اورکزو، داودزو، خټکو، ښګښو ته بردُراني وييل او همدومره مينه به يې د هغوی سره کوله لکه څرنګه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله...[14] فيض محمد بيا د سراج التواريخ په لومړي ټوک کې دا خبره داسې ليکلې ده: «با سد صواب آرای بزرګان طوايف ابدالي خصوصاً حاجي جمال خان بارکزايي که به قوت و مکنت از همه برتري داشت کلاه سروري بر سر نهاد و در اين حال صابر شاه نام فقيرې، ګياه سبزی را بعمامه اش نصب کرده ګفت: "اين جيغه تُست و تو بادشاه دُراني" و از اينجا اعلحضرت احمد شاه اقوامش را که معروف بابداتی بودند به دُراني موسوم ساخت...»[15]
احمد شاه بابا پخپل مُهر کې هم چې د طاوس شکل يې درلود او صراحي غوندې ښکارېده دا عبارت کيندلی و: "الحکم الله يا فتاح - احمد شاه دُر دُراني"[16]

No comments:

Post a Comment