احمد شاه دراني | |
د احمد شاه دراني يو نوی انځور | |
واکمني | ۱۷۴۷ ز.–۱۷۷۲ ز. |
تاج ګټنه | اکتوبر، ۱۷۴۷ز. |
بشپړ نوم | احمد خان ابدالي |
لقبونه | |
زېږون | |
زېږونځای | ۱۷۲۲ ز.پ / ۱۱۰۲ ه.ل |
مړينه | |
د مړينې ځای | |
مخکنی پاچا | |
وروستنی پاچا | |
پاچايي ماڼۍ | |
کورنۍ | |
پلار | محمد زمان خان ابدالي |
مور | |
مذهبي ګروهې |
احمد شاه بابا (۱۱۳۵ هـ س = ۱۱۰۲ هـ ل = ۱۷۲۲ ز کال - ۱۱۸۶ هـ س = ۱۱۵۱ هـ ل = ۱۷۷۲ ز کال) (په انګرېزي:Ahmad Shah Durrani) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی پاچا و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارګلوۍ ځای موندلی وي.
احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنګه جوړ کړی و.
No comments:
Post a Comment