Tuesday, June 5, 2012

د دراني نوم

د افغانستان په پوستي ټکټ د احمد شاه بابا انځور
د احمد بابا ټبر ته د (دراني) هم وييل شوي دی ځکه يې نو ده ته (دُر دران) هم وييل. په دې کې چې دا نوم يا لقب څنګه رامېنځ ته شوی بېلابېل روايتونه شته؛ د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني يې د (ملهم غيبي) د الهام په اثر بولي[10] چې ښايي د سر پرسي سايکس خارجي مورخ دا خبره چې احمد شاه د يوه خوب د ليدو په نتيجه کې خپل ابدالي لقب په دراني اړولی.[11] د محمود الحسيني له پورتني روايت څخه راوتلی وی. بل روايت د محمد حيات خان دی چې پخپل کتاب حيات افغاني کې ليکي: «هغه وخت احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنګ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه.[12] خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: «ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران (ملغرو کې ښه ملغلره) او خپلې قبيلې له دُرانی نوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله.»[13]
قاضي عطاالله خان د ايلفنسټن له خولې دا هم زياتوي چې: «احمد شاه به يوسفزو، ترکلاڼو، ګيګيانړو، اتمان خېلو، برمهمند، د هشتنګر محمدزو، خليلو، مهمندو، اپريدو، شينوارو، اورکزو، داودزو، خټکو، ښګښو ته بردُراني وييل او همدومره مينه به يې د هغوی سره کوله لکه څرنګه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله...[14] فيض محمد بيا د سراج التواريخ په لومړي ټوک کې دا خبره داسې ليکلې ده: «با سد صواب آرای بزرګان طوايف ابدالي خصوصاً حاجي جمال خان بارکزايي که به قوت و مکنت از همه برتري داشت کلاه سروري بر سر نهاد و در اين حال صابر شاه نام فقيرې، ګياه سبزی را بعمامه اش نصب کرده ګفت: "اين جيغه تُست و تو بادشاه دُراني" و از اينجا اعلحضرت احمد شاه اقوامش را که معروف بابداتی بودند به دُراني موسوم ساخت...»[15]
احمد شاه بابا پخپل مُهر کې هم چې د طاوس شکل يې درلود او صراحي غوندې ښکارېده دا عبارت کيندلی و: "الحکم الله يا فتاح - احمد شاه دُر دُراني"[16]

د احمد شاه بابا کورنۍ او ټبر

د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته ګټورې مشورې کولې.[5] د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او ورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده چې په لاندې توګه داود اليو پښتنو د سړبن پښت ته رسېږي:
سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل (ابدال) ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی.
د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و، خو څنګه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران ګرګين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی ګرګين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د ښار صفا په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه.
دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د ارغستان پښتانه ټول په يوه سلا ګرګين ته پورته شول، ګرګين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو ، او د دولت خان د مشر زوی رستم خان مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشر زوی زمان خان (د احمد شاه بابا پلار) ېې د يرغمل په توګه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څو چې بيا ېې کرمان ته ولېږه او د (۱۱۲۲ هـ لمريز) کال تر شا وخوا پورې هلته نظر بند و . هغه وخت چې د ميرويس نيکه په لاس په کندهار کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او ګرګين ېې وواژه ، نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنو په مشرتوب او پاچايي وټاکل شو ، څو چې په (۱۱۳۵ هـ لمريز) کال ېې د دې جهان له ژونده سترګې پټې کړلې.[6] د احمد شاه بابا يو نوميالی ورور ذوالفقار خان نومېده چې تر ده مشر او هرات کې په بې تاجه پاچا مشهور و.[7] ذوالفقار خان د هرات د ملي حکومت مشر او زړور جنګيالی پښتون و، د نادر افشار ابراهيم خان ته يې سخته ماته ورکړې وه.[8] او دلته يواځې د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني هغه لنډه ليکنه راوړو چې په هغه يې د ذوالفقار خان ستاينه کړې ده. هغه داسې ليکلي دي: «ذوالفقار خان فرزند اکبر آنحضرت (مطلب زمان خان د احمد شاه بابا پلار) که برادر بزرګتر اين پادشاه مُهر افسر بوده باشد مدت چندين سال در کمال عظمت و استقلال رايات سلطنت و کامراني در هرات و فراه افراخته و بارها چپاول بر سر مشهد و سبزوار و نشاپور انداخته چنانچه در تاريخ نادرې مذکور است، و ابراهيم خان برادر نادر را شکست فاحش داده، و توپخانه و نقاره خانه و تمامی اسباب و اثاثيه آوردی اور را متصرف ګشته...»[9] د احمد شاه بابا اکا رستم خان نومېده چې د احمد شاه بابا د پلار زمان خان تر تبعيد وروسته د کندهار ارمني حکمران ګرګين په چل او دروهه هغه د کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چې څه موده وروسته يې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان يې چې د علي آباد په کارېز کې اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه يې چور او چپاو شول.

د زېږېدو ځای

د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب کې درې روايته دي: يو د سراج التورايخ د مؤلف فيض محمد روايت دی چې د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان ګڼي، [1] بل د احمد شاه بابای افغان د فاضل مؤلف ښاغلی مير غلام محمد غبار روايت دی چې د احمد شاه بابا د زېږېدنې ځای هرات بولي [2] چې پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کې دواړه روايتونه راوړي دي . [3] او درېيم روايت د حافظ مرغزي په شاهنامه کې چې د شاهنامه احمد شاه ابدالي په نامه په پېښور کې چاپ شوې ده، د احمد شاه بابا د مولد په باب داسې بيت ليکل شوی.

ښه مولد يې خراسان

په مزاج و، عالي شان[4]
څنګه چې حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر و او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کې ملګری و، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وګڼلی شي.

احمد شاه دران

 

احمد شاه دراني

د احمد شاه دراني يو نوی انځور
واکمني
۱۷۴۷ ز.–۱۷۷۲ ز.
تاج ګټنه
اکتوبر، ۱۷۴۷ز.
بشپړ نوم
احمد خان ابدالي
لقبونه
پاچا, غازي, بهادر, دُر دُران (د ملغلرو ملغلره)
زېږون
زېږونځای
۱۷۲۲ ز.پ / ۱۱۰۲ ه.ل
مړينه
د مړينې ځای
د کندهار ولايت, افغانستان
مخکنی پاچا
وروستنی پاچا
پاچايي ماڼۍ
کورنۍ
پلار
محمد زمان خان ابدالي
مور
زرغونه الکوزۍ
مذهبي ګروهې
احمد شاه بابا (۱۱۳۵ هـ س = ۱۱۰۲ هـ ل = ۱۷۲۲ ز کال - ۱۱۸۶ هـ س = ۱۱۵۱ هـ ل = ۱۷۷۲ ز کال) (په انګرېزي:Ahmad Shah Durrani) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی پاچا و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارګلوۍ ځای موندلی وي.
احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنګه جوړ کړی و.

ahmed shah baba

hello and welcome to ahmed shah baba personal blog